د ۱۳۹۸ مالي کال کې د هرات ولایت د ګمرک عواید دیرش سلنه کم شوي دي.
- ادمین
- /
- 2020-01-30
د هرات د ګمرک مسؤلان وایي چې له ښآر څخه اسلام قلعه بندر ته د ګمرک لیږدول او د مالیاتو څخه فرار د دې لامل شوی چې د یاد ګمرک عواید راکم شي. په ورته وخت کې د هرات مدني فعالان د دې ولایت د ګمرک په عوایدو کې کموالۍ د اندیښنې وړ بولي او له مرکزي حکومت څخه غواړي چې دې موضوع ته پوره پام وکړي.